ایکنا نیوز د السومریه له قوله راپور راکړ،د حضرت امام علی په حرم کې د حضرت فاطمةالزهرا(س) صحن د حسیني اربعین د زیارت په شپو ورځو کې کربلا ته د تلونکو لسګونو زیارتوالو کوربه دی.
له درست عراق او دنړۍ له ګوټ ګوټه په میلیونونو زیارتوال دحسنی اربعیّن په شپو ورځو کې د کربلا په لور خوځيږي.په لاره کې په زرګونو موکبونه لګیدلي دي، چې د حسینی زیارتوالو خدمتونه وکړي. دعتباب مقدسه په ځانګړو قرآني سټالونو کې د قرآني خدماتو وړاندې کیدا او همداراز د اوبو ،خوړو،د آرام کولو پشمول دنورو خدماتو وړاندې کول ددغو خدمتونو ځیني مهمې برخې دي. په دغو شیبو کې د حسینی زیارتوالو د مینې او عشق ولوله اوپرتم نه بیانیدونکی دی او یوازې ورورولي ،اتحاد ،له یوه بله سرښیندنه او له اهل بیت علیهم السلام سره عشق نندارې ته وړاندې کیږي او هر یو کس د زیارتوال خدمت کول خپل یو ډير ځانګړی ویاړ ګڼي او په دغه خدمت کونې دخداي په درګاه کې شکر کوي.